په يوه تازه راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د پاکستان تجارت او مارکيټ پنځوس فيصده کم شوى دى.
د راپور له حواله په تېرو دوو کلونو کې د تجارت دغه اندازه له دوه اعشاريه اووه مليارد امريکايي ډالرو څخه يو مليارد او دوه سوه مليونه ډالرو ته راټيټه شوې ده.
څه موده مخکې پورې د کابل او اسلام اباد ترمنځ په زیاته اندازه سوداګري کېده
په عين حال کې ويل شوي، چې له هندوستان سره د تجارت لپاره د هوايي دهلېز پرانيستو پر پاکستان د افغانستان اتکا کمه کړې ده.
صالح محمد صالح د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو له مرستيال خان جان الکوزي څخه د مرکې په پيل کې په هېواد کې د پاکستان د تجارت د کمېدو علت پوښتلى دى؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
له خانجان الکوزي سره مرکه دلته واورئ