ولسمشر غني: طالبان دې د یوې سیاسي ډلې په توګه وپيژندل شي

کابل پروسې دويمه غونډه

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې په هیواد کې دې اوربند رامنځ ته شي او طالبان دې د یوې سیاسي ډلې په توګه وپيژندل شي. نوموړي دا خبره نن د کابل پروسې په نامه نړیوالې غونډې د پرانيستلو پر مهال کړې ده.

افغان ولسمشر د کابل پروسې نړیواله ناستې دویم دور نن د ۲۵ هېوادونو د استازیو او د ځینو نړیوالو سازمانونو د پلاویو په حضور کې پرانیست.

ولسمشرغني د وينا پر مهال له طالبانو ځانګړې غوښتنې وکړې چې په سر کې یې د افغانستان د اساسي قانون منل شامل دي. نوموړي وویل چې د تېر په هېرولو سره به له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې نوی باب پرانیزي.

خو له دې وړاندې وسله والو طالبانو ویلي چې دوی له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره د سولې خبرې کوي.