افغان حکومت وايي، له طالبانو سره له مخکېنیو شرطونو پرته د سولې خبرو ته چمتووالی لري.
طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې د خبرو په اړه وړاندیز تازه خبره نه ده، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې دې خبرو ته له قید او شرط پرته د چمتووالي خبره کوي.
د افغان ولسمشر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د دفتر مرستیال محمد هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې او له پاکستان سره د دولت د خبرو لپاره به سبا د "کابل پروسې" په کنفراس کې واضح طرحې وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره هېڅ ډول مخکې شرط یا وړاندې شرطونه نهلري، یعنې هغه ګروپونه او یا طالبان چې غواړي د سولې مذاکراتو ته راشي د ناستې لپاره شرایط نه شته، دا هغه عمده ټکی دی چې سبا دوی ته وړاندې کېږي او هیله لرو چې لبیک ورته وویل شي."
ښاغلي چخانسوري له امریکا سره د خبرو لپاره د طالبانو د چمتووالي په اړه وویل که طالبان افغانان وي، نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي او خلک دې نه تېر باسي.
نوموړي همداراز وویل چې د سولې په اړه به د افغان حکومت د طرحې پوره جزئیات سبا د چارشنبې ورځ د کابل پروسې په ناسته کې روښانه شي.
د کابل پروسې ناسته چې سبا په کابل کې جوړېږي پهکې به تر ۲۰ د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
د افغان حکومت په خبره د دغې پروسې د سبانۍ ناستې توپیر له پخوانۍ هغې سره په دې کې دی چې دا ځل به افغان حکومت د سولې او له پاکستان سره د خبرو لپاره واضح طرحې او وړاندیزونه مخې ته کړي.
د کابل پروسې لومړنۍ ناسته د روان هجري لمریز کال د جوزا په میاشت کې په کابل کې ترسره شوه.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي چې د کابل پروسې ناسته د سولې لپاره ښه فرصت دی او پهکار ده چې ښه ګټه ترې پورته شي.
افغان حکومت په داسې حال کې له طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولې د خبرو لپاره د چمتووالي خبره کوي چې طالبانو په تېرو شااوخوا دوو اوونیو کې دوه ځله له امریکایانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی دی.
طالبانو تېره ورځ يوه اعلاميه خپره کړې چې پکي راغلي، د افغانستان د روانې جګړې د سولهییز هواري لپاره باید امریکا په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرې وکړي.
طالبانو خپله دغه اعلامیه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې د وروستیو څرګندونو ځواب بللی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الېس وېلز له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو دروازې پرانیستې دي.