وزیرستانیان له افغانستانه خپلو کلیو ته ستنېږي
د وزیرستانیانو د ستنېدو بهیر د دوشنبې پر ورځ پیل شو
چارواکي وايي په دې پړاو کې له ۴۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ ستنوي
د ګل پر ورځ ۴۶ کورنۍ له غلام خانه واوښتې
وزیرستانیان د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو له کبله بېکوره شوي ول
دا کډوال لومړی د بنو بکه خېلو کیمپ ته لېږدول کېږي
د شمالي وزیرستان انتظامیې پر غلام خان د کډوالو لپاره یو روغتیايي مرکز هم جوړ کړی
د شمالي وزیرستان پولېټيکل اېجنټ کامران اپریدی پر غلام خان له کډوالو سره ستړي مه شي کوي او ورته ډالۍ ورکوي