د عراق یوه عدالت ۱۵ ترکیو ښځو ته تر هغه وروسته د مرګ سزا واوروله چې له داعش سره په یوځایکېدو ګرمې وپېژندل شوې.
د عراق جنايي عدالت د فبرورۍ په ۲۵مه د ترکیې یوې بلې ښځې ته بیا له داعش سره د یوځایکېدو له وجې ګړد ژوند په بند سزا کړې.
قاضي عبدالستار البرقدار وویل، عدالت دا سزاګاني له هغې وروسته ورکړي چې دغو ښځو له داعش ډلې سره د اړیکو ، د دې ډلې له غړیو سره د لوجسټکي او په ترهګرو حملو کې د مرستو ترڅنګ د داعش له غړیو سره د خپلو ودونو اعتراف وکړ.
د عراق چارواکو لږ تر لږه ۵۶۰ ښځې او ۶۰۰ ماشومان د داعش د وسله والو او یا د دې ډلې د غړیو خپلوانو په توګه نیولي دي.