د اولمپیک نړیوالې کمېټې مستقل غړو د رایو په ورکولو پر روسيې ټيم بنديزونه بحال ساتلي دي.
دا په دي مانا ده چې د روسيې لوبغاړي به نشي کولی چې د پیانګ چانګ ژمنيو اولمپيک لوبو په اختتامي مراسمو کې د قامي بيرغ لاندي برخه واخلي.
د اولمپيک نړيوالې کمېټې غړو په متفقه رایه کې وړاندیز وکړ چې بندیز به اولمپیک لوبو پوري دوام لري.
د روسیې لوبغاړي به د یکشنبې په ورځ د ژمنۍ اولمپيک پای مراسمو کې د روسیې (OAR) نومونې او د اولمپیک بيرغ سره برخه اخلي.