پراګ ـ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د واپسۍ عمل به د مارچ له اولنې نیټې بیا شروع کیږي.
د اتوار په ورځ، په پاکستانيو ورځپاڼو کې د یوې خبرتیا په خپرولو یادې ادارې ویلي چې په دې لړۍ کې به د (POR) کارډ لرونکيو کډوالو واپسي کیږي او د ستنېدونکیو کډوالو د مالي مرستو لپاره به هم د مارچ له اولې نیټې په افغانستان کې جوړ مرکزونه خپل کار شروع کړي.
د افغان کډوالو ستنېدنه
د خبرتیا ترمخه په خپله خوښه د واپسۍ دې عمل لپاره به د خېبر پښتونخوا په ازاخیل نوښار او د بلوچستان په بلیلي کوټه کډوالو کېمپونو کې مرکزونه جوړیږي.
د (UNHCR) د وینا ترمخه واپس ستنیدونکيو افغان کډوالو ته به د یو کس په سر ۲۰۰ ډالره امداد ورکول کیږي خو کومو رجسټرډ کډوالو چې د واپسۍ لپاره د خپلو نومونو اندراج نه وي کړی هغوی دا مالي مرستې نه شي ترلاسه کولی.
کډوال وطن ته روان دي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دغه اعلامیه کې د ټیلیفون شمېرې هم ورکړي چې خلک پرې د دوی له دفترونو سره اړیکه نیولی شي. دا شمېرې درته لاندې لیکو.
خېبر پښتونخوا
03000544491-8
03008585600
بلوچستان
03337819601
03337804193
03337833834
اسلام اباد/ پنحاب
03005018568
سند
03422704888