منظور پښتون: د فبروي پر ۲۵مه په کوټه کې جلسه لرو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايي پلان لري چې د روانې مياشتې [فبروري] پر ۲۵مه نېټه په کوټه کې جلسه وکړي.پښتون له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د جلسې لپاره تياری د عدم تشدد د اصولو په رڼا کې نيسي او پر مختلفو سيمو ګرځي او کمپاينونه کوي. نوموړی وايي هغه دا وخت له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دی خو د ده په خبره هم دا ستونزې د دوی قوت نور هم پياوړی کوي. نوموړی وايي پښتانه پوه شوي او د خپلو غوښتنو تر منلو به پر کراره نه کېني. اسرار عالم مومند له منظور پشتون سره د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاسته راوړنو ،مشکلاتو او راتلونکو پلانونو خبرې کړي.