د صمدي په "لپه" کې څه دي؟

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو نوميالی سندرغاړی بريالی صمدی وو.

ده په وروستيو کې د ((لپه)) په نوم نوی البوم خپور کړی.

صمدی وايي، په البوم کې يې د نومياليو شاعرانو شعرونه ويلي او هيله من دی چې اورېدونکي يې خوښ کړي.

د بريالي صمدي دا خبرې او نوې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ