پاکستان کې کشمیریانو سره د یووالي ورځ لمانځل کیږي

په پاکستان کې نن د کشمیریانو سره د یو والي ورځ لمانځل کېږي. په دې موقعه په ټول هیواد کې عامه رخصتي ده او په یو شمېر ښارونو کې د غونډو او لاریونونو تابیا شوې ده.

د پاکستان وزیراعظم او ولسمشر د دې ورځې په مناسبت په خپلو پیغام کې ویلي، د کشمیر د مسئلې پرامنه حل غواړي.

په دې لړ کې د دوشنبې په ورځ یو شمیر خلکو په بنو کې لاریون وکړ او مسلم لیګ ن ګوند په مظفر اباد کې جلسه کوي.

کشمیر د ګاونډيو هیوادونو پاکستان او هندوستان ترمنځ متنازعه سیمه ده چیرته چې دواړه هیوادونه د دغې سیمې د واک دعوه کوي.