د پاکستان پر حالاتو نظر لرونکی د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي وايي ، په اسلام اباد کې روان د پښتنو پرلت یو ځانګړی حثیت لري.
دی وايي ، د قبایلي او نورو سیمو د پښتنو ځوانانو داحتجاج غوندې خوځښتونه له بشري حقونو د سرغړونو په مخنیوي کې مهم رول لوبولای شي.
ډاکټر محمد تقي وايي ، د پاکستان سیاسي ګوندونه باید پر دې خبره فکر وکړي چې په ریاست کې دننه د ریاست جوړونکو پرضد پاڅېده په کار دي.
نوموړي دا خبرې د مشال راډیو له خبریال بوریوال کاکړ سره په مرکه کې کړې دي. دی د مرکې په پیل کې د اسلام اباد د پرلت ځانګړنه بیانوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ډاکټر محمد تقي مرکه دلته واوری