'لاهور کې د وژل شویو پښتنو قاتلان دې اوونۍ کې ونیول شي'

د داتا ګنج بخش مزاز

د فاټا سياسي اتحاد وايي چې په لاهور کې په مبينه توګه د وژل شوو باجوړیانو قاتلان دې په يوه هفته کې دننه ونيول شي ګني دوی به په احتجاج راووځي.

په سېشنبه له مشال راډيو سره په خبرو کې د فاټا سياسي اتحاد د باوجوړ څانګې مشر عبدالمنان مشال راډيو ته وويل چې دوی ته لا هم نه ده مالومه چې د يادو وژل شوو کسانو اېف ای ار په څه ډول درج کړل شوي دي. او زیاتوي کله چې اېف ای ار وګوري نو وروسته به لاهور ته ځي او د خپل حق لپاره به ږغ پورته کوو.

د فاټا سياسي اتحاد د باوجوړ څانګې مشر عبدالمنان وايي چې د جنورۍ په ديارلسمه نيټه د باجوړ د ماموندو دوه کسان چې اول خان او ضياالرحمان نومېدل په لاهور کې يې مزدوري کوله چېد داتا دربار مخې ته د ځينو کسانو په ډزو ووژل شول. دی وايي هغوی کاروبار کاوه، جرابې یې خرڅولې. او یو څو کسان راغلل پر موټرسایکلونو او بدمعاشي یې کوله، په دې کې خبرې ورانې شوي او هغوی ډزې وکړې. خلک یې مړه او ژوبل کړل. او هغوی بیرته په موټرسایکلونو ولاړ.

بلخوا هم له باجوړ سره تعلق لرونکی او د حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) غړی شهاب الدين خان چې دا وخت په پارلمان کې هم دی ، نوموړی وايي چې دغه مسله يې د پاکستان له کورنيو چارو وزير او د پنجاب صوبې له نورو چارواکو سره راپورته کړی خو د ده په خبره د وژل شوو کسانو خپلوان له دوی سره همکاري نه کوي.

وايي، پر دې مسله یې په پارلېمان کې هم خبره کړې ده، د پنجاب قانون وزیر رانا ثناء الله سره یې خبره شوې خو زیاتوي چې دا کېس یې په سمه توګه راپورته نه کړ. نوموړی وايي، پکار ده چې د نقیب الله مسود د پېښې غوندې دا کیسه هم د ټول پاکستان په کچه راپورته کړل شي خو زیاتوي چې د وژل شویو کسانو کورنۍ به لومړی ګام اخلي.

مشال راډيو هم هڅه وکړه چې د وژل شوو کسانو له خپلو سره خبرې وکړو خو بريالي نه شو. بلخوا د پنجاب حکومت هم لا پر دې اړه څه نه دي ويلي.