په کابل کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نژدې شوې چاودنې په لسکونه کسان په نښه کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي ، په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي.
د یاد وزارتد خپرونو مسوول محمد اسماعیل کاووسي وايي چې په وژل شوو او ټپي شوو کې زیاتره ولسي وګړي دي.
پر همدې مهال د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس بیا وايي چې چاودنه د موټر بم په وسیله شوې ده.
وسله والو طالبانو د دې برید زمه واري منلې ده.
یادونه: دا مالومات لومړني دي