عباسي: د حافظ سعید خیریه ادارو کنټرول به د پاکستان حکومت اخلي

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزيراعظم ويلي چې حکومت به يې د هغو ناقانونه ګرځول شویو ډلو د فعاليتونو کنټرول په لاس کې واخلي چې مشر يې د امريکا لخوا نړيوال ترهګر ګرځول شوی دی.

شاهد خاقان عباسي د دوشنبې ورځ له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د حافظ سعيد په مشرۍ پر جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن باندې د بنديز عمل ته د ژمنتيا هوډ څرګند کړ.

''حکومت به تر بنديز لاندې خيراتي ادارو کنټرول په خپل لاس کې اخلي او د فعاليت اجازه به نه ورکول کېږي. دا يوه روانه پروسه ده. د دې بهير د عملي کولو پروسه کې څه کمی يا زياتی راتلای شي خو موږ د بنديز دې عمل ته ژمن يو.''

د امريکا حکومت دغه دواړې خيراتي ادارې د لشکر طيبه ترهګرې ډلې بېل مخونه ياد کړي دي. حافظ سعيد دا ډله په ۱۹۸۷م کال کې جوړه کړه چې امريکا او هند په ۲۰۰۸م کال کې په ممبي کې په ترهګرو بريدونو تورنه کړې ده. په دې بريدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول. خو حافظ سعيد په دې بريدونو کې له لاس لرلو انکار کړی او د پاکستان يو عدالت هم هغه بې ګناه ګرځولی دی.