پر باچا خان پوهنتون د برید دوه کاله پوره شو

په دغه برید کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي وو چې زیاتره پکې زده کونکي وو. په وژل شوو کې یو د کمېسټری استاد حامد حسین هم وو چې له بهر نه یې زده کړې کړې وې.

د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د وسله وال برید دوه کاله پوره شول. د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه پر دې پوهنتون هغه وخت وسله وال برید وشو چې د عدم تشدد د مبارز خان عبدالغفار خان تلیم لمانځل کېدی او خلک د امن په نوم یوې مشاعرې ته راټولېدل.

په هغه وخت کې د باچا خان پوهنتون وایس چانسلر پروفېسر فضل رحیم مروت وو. نوموړي له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل ، دغه ورځ به یې کله هم هېره نه شي.

هغه زیاتوي چې وسلوالو د امن پر یوه مشاعره په داسې ورځ برید وکړ چې د باچا خان تلین وو، او په پوهنتون کې د باچا خان پر لیګیدلي یو عکس یې هم ګوزارونه کړي وو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فضل رحیم مروت مرکه دلته واورۍ