ځینو لوګریانو ولسمشر ټرمپ ته د ستاینې مډال ډالۍ کړ

د لوګر ولایت یو شمېر عامو خلکو د پاکستان په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي دریځ د ستایلو لپاره هغه ته یو مډال ډالۍ کړی دی.

ډونالد ټرمپ په نوي کال کې ویلي و چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا لسګونه میلیارده ډالره اخېستي او امریکایان‌ یې تېراېستلي دي.

د لوګر د ساداتو قوم مشر سید فرهاد اکبري پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، شااوخوا ۳۰۰ خلکو د یوې قومي جرګې پر مهال د ټرمپ همدا دریځ وستایه او هغه ته‌یې د مډال ورکولو پرېکړه وکړه.

له ښاغلي اکبري سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له ښاغلي اکبري سره مرکه