'ټول افغانان به خپل وطن ته ځي خو تر منظم پلان لاندې'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې افغان قونصل جنرل ویلي، دا خبره ناسمه ده چې پاکستان د روانې میاشت تر پایه کډوالو ته د ستنېدو امر کړی. محمد معین مرستیال تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، پاکستان یوازې د رجسټر افغان کډوالو د پاتې کېدو موده غځولې چې کابل، اسلام اباد او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د هغوی د برخلیک په اړه یوې نتیجې ته ورسي. قونصل جنرل معین مرستیال زیاتوي، د افغانستان حکومت په لنډ وخت کې دا امکانات نه لري چې شاوخوا دوه میلیونه کډوالو ته د اوسېدو ځای او بنیادي اسانتیاوې برابرې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ ویلي ول، افغان کډوال په زور له هېواده نه باسي خو په خپله خوښه دې ستانه شي. له محمد معین مرستیال سره د مشال راډيو خبریال ځلاند یوسفزي مرکه کړې.