د یکه غونډ نهر د افغان کډوالو کورونو ته خطر جوړ کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د یکه غونډ نهر تر غاړې میشت افغان کډوال وایي چې حکومت دې دغه نهر پاک کړي ځکه چې له کورونو سره یې ځای پر ځای اوبه ډنډ ولاړې دي او نه یوازې کورونو ته یې خطر راڅېرمه کړۍ بلکې ناروغي ترې خورېږي. نن د افغان کډوالو او د ترکزیو قبیلې یوه ګډه جرګه هم وشوه، چې پکې دا هم وویل شول چې د نهر بندښت له وجې له یکه غونډه تر دامان سیمې پورې تر یو زرو جریبو زیاته ځمکه هم شاړه شوې ده. شاهنواز ترکزي یې ویډيو کښلې