د شاتو له مچیو د کورني اقتصاد برابرونکې مېرمن

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې یوه میرمنه د شاتو د مچیو روزنه کوي او خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کوي. نوموړې وایي چې څو کاله وړاندې ورته یوې موسسې څلور صندوقه د شاتو مچۍ ورکړې وې چې اوس یې ۵۵ صندوقو ته رسولي دي. په دې اړه د بازمحمد عابد په ویډیويي رپورټ وګورئ.