نیکي هېلي په ایران کې د مظاهرچيانو زړورتیا وستایله

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي په ایران کې د حکومت ضد مظاهرچيانو زړورتیا ستایلې ده.

نوموړې د سېشبنې پر ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د ایراني چارواکو هغه ادعا رد کړه چې وايي، وروستۍ مظاهرې د ایران د دښمنانو له خوا طرحه شوي دي.

هغې زياته کړه چې واشنګټن به په ايران کې د پوليس او حکومتي ځواکونو لخوا د مظاهرچيانو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې او همداراز په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې غوښتنه وکړي.

نيکي هېلي وويل چې بايد چپ پاتې نه شي.

د هغې په خبره دا ډېره مېړانه غواړي چې ایرانیان د خپل غږ له ځواک څخه د حکومت پر ضد کار اخلي، هغه هم په داسې حال کې چې حکومت یې د خپلو خلکو د وژنې اوږد تاریخ لري چې خلک یې د حقیقت لپاره غږ پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سېشنبې پر ورځ د تهران دښمنان په ایران کې د حکومت پر ضد په مظاهرو تورن کړل.

وروستۍ مظاهرې په ایران کې د ۲۰۰۹ م کال را وروسته د حکومت پر ضد تر ټولو لویې دي چې تر اوسه تر ۲۲ زیات کسان پکې وژل شوي دي.