اڅکزی: داسې نه د فاټا غلطه فیصله پاکستان په خټو کې وخېژوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرمحمود خان اڅکزی وايي، چې د فاټا ولس له خوښې سره سم دې نه یوازې د ایف سي ار قانون ختم کړل شي بلکې د انتظامي چارو لپاره دې یو کونسل جوړ کړل شي. په کوټه کې د خبري غونډې ترڅنګ د مشال راډيو له خبریال ایوب ترین سره په خبرو کې ښاعلي اڅکزي وویل، د فاټا اصلاحاتو لپاره چې کومه درې کسیزه کمېټۍ جوړه شوې ده په هغو کې یو کس هم د فاټا اوسېدونکی نه دی.