'د سېدکورمې چینه ملېشې نیولې، ولس نه ورپرېږدي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کورمې د سېدکورمې اوسېدونکي وايي، اېف سي ځواک د سیمې چینه نیولې ده او دوی ته یوازې په خاص وخت کې له هغه ځایه د اوبو وړلو اجازه ورکوي چې د دوی ژوند یې ستونزمن کړی دی. دوی تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، اېف سي ځواک دا کار د خپلو سرتېرو شمېر او د څښلو اوبو ضرورتونو ته په کتو کړی. خو د سیمې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، د سید کرم مشران دې ورشي چې د دې مسلې پر هواري ورسره وغږېږي. طارق اورکزی معلومات راکوي.