د فاټا ځوانان د انضمام خلاف لاریون کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلي ځوانانو او زده کوونکو یوې ټولنې سبا ته په اسلام اباد کې په هغه لاریون او احتجاج کې د برخې اخیستو اعلان کړی چې په پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو ضد جوړېږي. د ټولو قبایلي اېجنسیو د ځوانانو دې ټولنې تېر ماښام د پېښور د خبریالانو په مرکز کې غونډې ته وویل، د هغو سیمو د برخلیک په اړه تر پرېکړې مخکې هلته ټولپوښتنه غواړي. دوی د جمعیت علمای اسلام ف او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مننه وکړه چې د فاټا ولس ریښتونی ږغ یې پورته کړی دی. جمیعت علمای اسلام (ف) هم پر دې موضوع سبا ته په اسلام اباد کې احتجاج کوي.خالد خان تفصیل راکوي.