د کوټې یوه سکول سره د عبیدالله اڅکزي ۷ کروړه روپۍ مرسته

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بلوچستان کې یوه سوداګر حاجي عبیدالله اڅکزي په خپل ځاني لګښت د کوټې ښار د یوه سرکاري ښونځي (سنډېمن های سکول) یوه لویه برخه په جدیده ټېکنالوژۍ سمبال کړې چې په دغه ټوله صوبه کې یې ساری نه لیدل کېږي. نوموړي د دغه سکول د پرمختیا لپاره تر اوسه اووه کروړه روپۍ لګولې دي. د مشال راډيو له خبریال ایوب ترین سره په خبرو کې ښاغلي اڅکزي وویل چې د دغه ډول څلورو نورو ښوونځيو جوړولو تکل لري.