د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز پرانېستل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د هند د ممبۍ ښار په بازارونو کې د افغانستان د مېوې بيه د نوي ډيلي پر تله، دوه چنده زیاته شوې، چې له دې درکه سوداګر ډېره ګټه کولای شي. دا خبره د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د چارشبنې پر ورځ په کابل کې د کابل او ممبۍ ترمنځ د نوي هوایي دهلېز يا کوريدور د پرانيستلو په مراسمو کې وکړه. د دغې خونې په وینا ممبۍ ته نن له کابله په لومړۍ الوتکه کې ۴۰ ټنه وچه او تازه مېوه او طبي بوټي لېږدول کېږي.له هند سره د افغانستان لومړنى هوایي دهلیز په تېره جون میاشت کې پرانيستل شوى.