په هېلمند کې چاودنه، اووه کسان وژل شوي

د هېلمند د والي ویاند عمر ځواک د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، پېښه د مارجې ولسوالۍ تریخ ناورین سیمې ته نېږدې شوې. دی وايي، وسله والو طالبانو ماین ښخ کړی وو. د ځواک په خبره، په پېښه کې درې کسان ژوبل هم دي او دا چې د برید ښکار شوي ټول ملکي وګړي دي. وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.