"د وارسک بجلي کشمير ته رسېدلې خو ځايې خلک يې نه لري"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبايلي سیمو ملاګورو او مومندو يوې جرګې له حکومته غوښتي چې د وارسک ډېم د بجلي ګټه دې ورکړي. دې مشرانو جرګې ته په وينا کې وويل چې بند د دوی پر خاوره جوړ دی نو بايد حکومت يې له قانون سره ملکيتي ګټه ورکړي.