له طبله نواز او موسيقار ماص خان وصال سره بانډار

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا اوونۍ مو له پېښوره د طبلې استاد او موسيقار، ماص خان وصال مېلمه کړی وو.

ده د پښتو له نومياليو سندرغاړو سره طبله غږولې او يو شمېر ځوانو هغو ته يې کمپوزونه جوړ کړي دي.

ماص خان استاد په پېښور کې د عبدالستار شاه باچا دربار ته هم ځي او د قوالۍ په محفلونو کې موسيقي غږوي.

نوموړی په خپرونه کې د خپل هنري ژوند په اړه غږېدلی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ