تاجکستان: د بندي خبريال د خوشي کولو غوښتنه شوي

خيرالله ميرسايدوف

د خبريالانو خوندي ساتنې نړيوالې ادارې، Committee to Protect Journalists په يوه خبرپانه کې ويلي چې د تاجکستان پر حکومت غږ کوي چې نوموتی خبريال خيرالله ميرسايدوف دې راخوشي کړي. په پرونۍ دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ميرسايدوف مهم کار کاوه او اوس په بې بيناده تورونو کې زنداني شوی دی.

پر نوموړي خبريال د د سمبر په اتم تاريخ د نورو تورونو ترڅنګ الزام لګيدلی وو چې قومي او مذهبي نفرتونو زياتولو ته یې لمن وهلې. د دې تورونو له کبله هغه ته ۲۱ کاله قېد سزا اورول کېدای شي.