د پېښور د کروندګرۍ پر روزنیز مرکز برید
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پېښور - په پېښور کې اسلامیه کالج پوهنتون ته مخامخ د زرعي روزنیز مرکز پر لیلیې یا هاسټل برید شوی دی.پولیس وايي، د جمعې پر سهار تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو د روزنیز مرکز ودانۍ دننه وسله وال وژلي دي.
د پېښور شېرپاو روغتون منتظمینو مشال راډیو ته وویل چې په برید کې نهه کسان وژل شوي او د یوه خبریال په ګډون ۱۶ ژوبل دي.
تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده.