'پاکستانيو کاریګرو ته په بهرنیو هېوادونو کې قانوني مرستې غواړو'

عوامي ورکرز ګوند پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې په بهر هېوادونو کې خپلو کاریګرانو ته قانوني مرستې ورکړي.

د دې ګوند مشرانو او غړو د پنجشنبې پر ورځ په پېښور کې غونډه وکړه چې پکې بالخصوص په خلیجي هېوادونو کې د کارکوونکو پاکستانیو وګړو پر ستونزو او هلته د زندانيانیانو په اړه بحث وشو.

د ګوند مشر فانوس ګوجر تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، په زرګونه پاکستانیان په خلیجي هېوادونو کې بندیان دي.

عوامي ورکرز ګوند د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې په خپلو سفارتونو کې د کارکوونکو او مزدورانو د مرستو لپاره څانګې پرانیزي.