کابل - د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد مشال راډیو ته وویل، په ځانمرګي برید کې اووه پولیسان او دوه ملکي وګړي وژل شوي.
هلته د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، دا برید د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په لب جر سیمه کې شوی دی.
دی وايي، یوه ځانمرګي غوښتل چې د قصر نوین په نوم یوه هوټل ته ننوځي خو پولیسو ودراوه او ده چاودنه وکړه.
په هوټل کې د پنجشنبې پر ورځ د بلخ والي عطا محمد نور د کارونو ستاینغونډه روانه وه او چې کله دا غونډه پای ته په رسېدو وه نو پېښه وشوه.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته وویل، کله چې ځان وژونکی وپېژندل شو، نو چاودنه یې وکړه:
((په خواشینۍ سره چې د زړه ورو پولیسو اووه منسوبین شهیدان او اووه ټپیان شول، دوه ملکي کسان شهیدان او درې ټپیان دي، د کابل پولیسو ځانونه قربان کړل او وتوانېدل چې د خلکو دفاع وکړی او دښمن ته یې وخت ورنه کړ چې هوټل ته دننه شي.))
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسوول محمد اسماعیل کاووسي وايي، په پېښه کې ۱۶ ټپیان دي.
د دې حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
په کابل کې په وروستیو کې یو شمېر بمي او وسله وال بریدونه شوي.
د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې پر شمشاد ټېلېوېژن وسله وال برید شوی وو چې پکې یو شمېر کارکوونکي ژوبل شوي ول. اسلامي دولت یا داعش ډلې د دې حملې ذمه واري منلې وه.