په ایران او عراق کې زلزلې سلګونه کسان وژلي

په ایران کې زلزلې زیاتې ودانۍ زیانمنې کړې دي

ایراني رسنۍ خبر ورکوي چې په د ایران او عراق تر منځ پر پوله د زلزلې زورورو ټکانونو له وجې لږ تر لږه ۲۰۷ کسان وژل شوي او ۱۶۰۰ څخه زیات بیا ژوبل شوي دي.

د ایران دکورنیو چارو وزارت د دوشنبې په سهار ویلي چې د یکشنبې په ورځ ناوخته د شوې زلزلې له وجې زیاته مرګ ژوبله په کیرمان شاه صوبه کې مخې ته راغلې ده.

د زلزلې زور د ریکټار په کچه اووه اشاریه درې ریکارډ شوی دي. د سیمې خلک وايي چې د زلزلې ټکانونه د ترکیې نه تر کویت پورې محسوس شوې دي.

د ایران چارواکي وايي، د مرګ ژوبلې شمیر زیاتېدای شي او په سیمه کې له دوشنبې ورځې راهېسې امدادي کارونه هم پیل شوې دي.

د خبري اژانسونو ترمخه، په عراق کې هم زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې زیاتره یې په کردستان کې دي، خو د عراق حکومت د مرګ ژوبلې په اړه کومه رسمي شمېره نه ده خپره کړې.