اسلام اباد: د بلوچستان خبريالانو ته د ګواښونو پرضد مظاهره شوې

د بلوچستان خبریالانو ته د ګواښونو پرضد د اسلام اباد او راولپنډۍ خبریالانو مظاهره

د اسلام اباد خبريالانو د چارشنبې په ماښام د يوې مظاهرې له لارې د بلوچستان له صوبايي او د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې په بلوچستان کې پر خبريالانو شویو بريدونو او فشارونو ته جدي پاملرنه وکړي.

مظاهره چیانو ویلي چې حکومت دې د مطبوعاتي مرکزونو – پریس کلبونو – تر څنګ د خبريالانو امنيت باوري کولو لپاره هم کوټلي ګامونه پورته کړي.

د مظاهره کوونکو خبریالانو مشرتابه د خپلو ویناوو پر مهال دهړکه ورکړې چې که حکومت داسې ونه کړل نو دوی په اسلام اباد کې د پارليمان مخې ته احتجاجي کېمپ ولګوي.

د پاکستان د خبريالانو مرکزي سازمان – پاکستان فیډرلیونېن اف جرنلسټس – یو مخکښ محمد رياض وويل چې د موجوده حالاتو ذمه وار که يو اړخ ته حکومت دی نو بل پلو هغه ادارې هم دي چې اخبارونه چاپوي.

د محمد ریاض په وینا ، دا ځکه چې د دوي خبرونه پکار وي خو د خپل کارکوونکي پوښتنه نه کوي.

ده وویل ، "يو اړخ ته زموږ خلک وهل کېږي، احمد نوراني تاسو وکتل چې ووهل شو او بيا يو اخبار د هغه پر کردار خبرې وکړې. هغه خلک دې دا واوري چې سبا پر دوي هم دا رنګ حالات راتلای شي.

د مظاهر چیانو غوښتنې

د راولپنډۍ او اسلام اباد د خبريالانو د سازمان – راولپنډۍ اسلام اباد یونېن اف جرنلسټس -مشر مبارک زېب خان وويل ، “ وړاندې به په انفرادي توګه د بلوچستان خبريالان په نخښه کېدل خو اوس ښکاري په منظمه توګه د پريس کلبونو د بندولو هڅې روانې دي خو دا نه ښودل کېږي چې د دې پر شا څوک دي”.

مبارک زېب خانزیاته کړه چې که حکومت په دوه درې ورځو کې کوم ګام پورته نه کړ نو دوی به د پارليمان مخې ته يو احتجاجي کېمپ ولګوي.

د ده په وینا ، له سياسي خلکو سره به هم پر دې خبره کوي چې د خبريالانو او د دوي د دوېم کور يعنې پرېس کلب ساتنه دې هم هغه رنګ يقيني کړي لکه څنګه چې موږ د نورو ځايونو د ساتنې خبره کوو.

په دې مظاهره کې د بلوچستان پخوانی وزیر اعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ هم ګډون درلود.

له ښي اړخه: د بلوچستان پخوانی وزیراعلی مالک بلوڅ

نوموړي د وینا پر وخت وویل په بلوچستان کې خبريالانو ته د ګواښونو دا لومړی ځل نه دی بلکې وړاندې هم يو شمېر خبريالان وژل شوي او ټپي کړل شوي دي.

خو د ډاکټر عبدالمالک په وینا ، دا اوسني حالات خطرناک دي ځکه چې له تېرو درې اونیو راهسې د بلوچستان دننه سيمو ته اخبار نه ځي او د ډېر فشار له کبله په تربت، پنجګور، ګوادر، حب او خضدار سيمو کې د خبريالانو مرکزونه بند کړل شوي دي.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ زیاته کړه چې د ده په وینا د بلوچستان او پاکستان ولس ته داسې بندېزونه د منلو وړ نه دي.

په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو له خوا په تېره مياشت کې تر ګواښونو وروسته د خبريالانو يو شمېر مرکزونه بند دي.

دا ډلې وايي چې مطبوعات د دوی خبرونو یا دریځ ته په خپلو نشریاتو کې ځای نه ورکوي او خبري رسنۍ وايي ، حکومت پر دې ډلو او د دوی پر تبلیغاتو بندیز لګولی دی.