له پاکستانه انځورونه
د پنجاب په فتح جنګ کې د چرګانو جنګولو سیالي.
تر جګړې وروسته د چرګ مالک پر هغه اوبه اچوي. د چرګانو جنګولو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي خو بیا هم دا لوبه په یو شمېر سیمو کې کېږي.
د نومبر پر درېیمه په فتج جنګ کې د چرګانو جنګ نندارې ته ګڼ خلک ورغلي ول
ښايي دا د نړۍ تر ټولو لوړ اې ټي اېم مشین وي. دا د قراقرم په غرونو کې د خنجراب سیمه ده. د چین - پاکستان اقتصادي لار له همدې ځایه تېرېږي.
سیلانیان په خنجراب کې له چین - پاکستان پولې تېرېږي.
د راولپېنډۍ په یوه بېکرۍ کې کارکوونکي ډبل روټۍ پخوي.
بل کارکوونکی ډبل روټۍ په خلتو یا لفافو کې بندوي چې بازار ته یې خرڅلاو ته واستوي.
د ټولو ارواګانو ورځ - دا ورځ عیسویان لمانځي. دا عیسوۍ ښځه په لاهور کې هدیرې ته د همدې ورځې په مناسبت ورغلې او د خپل کوم خپلوان قبر ګوري.
دا په اسلام اباد کې د چینايي مسلمانانو یو رستوران دی. په دې انځور کې یو څو تېروتنې دي. هغه په ګوته کولای شئ؟
د رستوران مالکان دا ښځه (حلیمه) او د هغې مېړه (صالح) دي چې خپل خواړه ښيي.
د هند له واهګې پولې پاکستان ته داخلېدونکی یو سېک. سېکان اکثر د سپېڅلو ځایونو لیدو ته پاکستان ته ورځي.