د کابل وزیر اکبر خان سیمه کې ځانوژونکي برید څلور تنه وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د وزیر اکبر خان په سیمه کې په نننۍ سېشنبې « ۱۳۹۶کال لړم ۰۹» ځانوژونکي برید کې څلور تنه وژل شوي او ۱۳نور ټپيان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړنیو راپورنو له مخې ځانوژونکی برید د لسمې امنیتي حوزې اړوند د وزیراکبر خان په سیمه کې شوې ده.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله د سې شنبې په مازدیګر شوې چې څلور تنه په کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه نن مازدیګر څلور بجې او ۱۵ دقیقې یوه انتحار کوونکي چې ویل کېږي یو تنکی ځوان و د لسمې امنیتي حوزې اړوند د وزیر اکبر خان په سیمه کې انتحاري حمله کړې ده، هغه راپورونه چې موږ یې لرو څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي."

دا حمله داسې مهال کېږي چې د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې د کابل په زنبق څلور لارې کې له یوې خونړۍ حملې وروسته په وزیراکبر خان چې یوه ډيپلوماټیکه اوخوندي سیمه بلل کېږي امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

داعش پورې اړوند اعماق خبري اژانس د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د نننۍ ځانوژونکي برید د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل د سې شنبې د ورځې له انتحاري حملې درې تنه مړي او ۲۰ ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدان په سیمه کې خبریالانو ته په دې اړه داسې معلومات ورکړل.

د دغې پېښې عیني شاهد حمید وايي

" زما د کور په ۱۰۰ متري کې چاودنه وشوه،کله چې له کوره راووتم څلور تنه په سړک کې پراته و یو موټر سایکل سپور هم ټپي و امبولانس راغی ټپيان یې ووړل."

دا انتحاري حمله د کابل د وزیراکبرخان په څوارلسم سړک کې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د دفاع وزارت په وینا پېښه د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو ریاست ودانۍ ته نږدې شوې ده.