د پاکستان او سریلانکا ۲۰ اوریزه لوبه په انځورونو کې
پاکستاني لوبغاړي د سریلانکايي ماهېلا اودواتې تر سوځلو وروسته خوشالي کوي
د سریلانکا لوبډلې ته تود هرکلی ویل شوی وو
د پاکستان امنیتي ځواک یو سرتېری د قذافي لوبغالي بهر ولاړ دی
ماشومانو هم له لوبې خوند واخیست
قذافي لوبغالي ته ګڼ کتونکي ورغلي ول
پاکستانی لوبغاړی شعېب ملک د شاټ وهلو پر مهال
ځېنو پاکستانیانو د سریلانکا بیرغونه هم نیولي ول
د سريلانا تېسارا پرېرا شعېب ملک ته ګیند (توپ) اچوي
داسون شناکا یو مشکل بال وهي
پاکستاني لوبغاړي د داسون شناکا سوځل لمانځي
له پولیسو سره د رېنجر ځواک سرتېري هم د امنیت په موخه ځای پر ځای شوي ول
لوبې ته ګڼ خلک ورغلي ول
پاکستاني لوبغاړي خوشالي کوي
پاکستاني پولیسان د قذافي لوبغالي ساتنه کوي
ځېنو نندارچیانو خو هم پاکستان ته خوشالي کوله او هم سریلانکا ته.
پاکستانۍ لوبډله په درېیمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې خپله بریا لمانځي
پاکستانۍ لوبډله د سیالۍ او د ۲۰ اوریزه لوبو د لړۍ تر ګټلو وروسته خپله بریا لمانځي