ریکس ټېلرسن له پاکستاني وزیراعظم سره لیده کاته کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د سېشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

ریکس ټېلرسن د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیده کاته کړي له کوم سره چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم ملګري وو.

دا له هغه وروسته ده چې ریکس ټېلرسن د دوشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته لاړی او هلته یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره لیده کاته وکړل.

ریکس ټېلرسن په کابل کې وویل چې له پاکستانيو چارواکو سره به د افغانستان سولې اوثبات او د سیمې پر امنیت خبرې کوي.

نوموړي وویل ، دوی چې له اسلام اباد څخه کومې غوښتنې لري هغه به د پاکستان استحکام ته هم ګټه ورسوي.

ریکس ټېلرسن وویل ، “موږ له پاکستانه یوه ځانګړې غوښتنه کړې ده چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره دې ملاتړ پریږدي”.

ټېلرسن وویل ، “ لکه څنګه چې د افغانستان، پاکستان او هند په اړه دا ټوله ستراتيژي د شرایطو پر بنیاد ده نو له پاکستان سره به مو هم اړیکې د شرطونو پر اساس وي”.

د ده په وینا ، هغه شرایط دا دي چې ایا پاکستان به هغه ګامونه پرته کړي چې موږ یې د افغانستان سولې او پخلاینې عمل پرمخ وړولو لپاره ضروري ګڼو؟

ریکس ټیلرسن وویل، د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ په عملي کېدو کې دې ورسره د امریکا اتحادي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه مرسته وکړي چې ورسره په سیمه کې سوله راشي.

پاکستان تل د افغانستان ، هند او امریکا دا خبره یوازې تور بللی دی چې ګواکې پاکستان ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکوي او جاسوسي ادارې یې له دې ډلو سره همکارۍ او مرستې کوي.