د افغانستان دفاع وزارت وايي،د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري مشال راډیو ته وویل، په قرارګاه کې مېشت نهه نور عسکر ټپیان او شپږ لادرکه دي.
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلي خبر کې ویلي چې د کندهار میوند ولسوالۍ د چشمو سیمې د زرغون کنډکیې په یوه ډلهییزه حمله کې نیولی او د ملي اردو ګڼو عسکرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.