مولانا فضل رحمان وايي، د فاټا انضمام نه مني

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جمیعت علما اسلام (ف) د خالي په ورځ په پېښور کې د یوې غونډې پر مهال یو وار بیا په دې خبره ټینګار وکړ چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې نه ورګډول کېږي بلکې د ازادې صوبې حیثیت دې ورکړل شي. دوی ویل که قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا صوبې سره ورګډې کړل شوې نو له دې سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم شخړې راپورته شي. د مشال خبریال غلام غوث پرې ویډیويي راپور لري.