د خويندو کور د فاټا او پښتونخوا د ښځو پر ژوند مثبت اغېز کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ((نيمې نړۍ غږ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست اوس وار رسېدلی د مېرمنو په اړه د ځانګړې اوونيزې خپرونې ((د نيمي نړۍ غږ)). په فاټا او خېبر پښتونخوا کې يو شمېر تنظيمونه د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره خپلې چارې پرمخ وړي. دوی هڅه کوي تر څو په ښځو کې پوهاوی راولي او دوی پر خپلو پښو ودروي. په روانه خپرونه کې درته ((د خويندو کور)) حال درکوو چې د مېرمنو پر ژوند يې څه اغېز کړی او د دوی په ژوند کې يې څه بدلون راوستلی دی. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.