کراچۍ کې پر ښځو د چاقو بریدکوونکي د نیولو پر سر انعام لګېدلی

په کرا چۍ کې پوليس د هغه تن يا تنانو په لټه کې دي چې په تېره يوه اونۍ کې يې په يو شمېر ښځو د چاقو يا چړې حملې کړی دي.

پوليس وايي تر وسه يې د ورته حملو پينځه پېښې راجسټر کړي او د حمله کونکې په اړه مالومات ورکولو يا د هغه په نيولو کې مرسته کونکي ته به پنځه لکه روپۍ انعام ورکوي.

د کراچۍ د پوليسو وياند عادل رشيد د نهې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دا حملې يو تن کوي چې ژور زخم نه ورکوي نو ځکه يې څوک پوليسو ته راپور هم نه ورکوي خو لا هم د دې پېښو کره لامل نه دی معلوم کړی شوی.

دا حملې يو تن کوي چې ژور زخم نه ورکوي
پوليس


"د دې ډېر لاملونه کېدی شي او تر څو چې هغه ملزم نه وي نيول شوی تر هغې هېڅ نه شي ويل کېدی. دغه زخمونه ژور نه دي نو ځکه څوک راپور هم نه درج کوي. "

دا پېښې زیات تره د کراچۍ د ګلستان جوهر سيمه کې مخې ته راغلي دي.

د کوټې فهم النسا چې په ګلستان جوهر کې وسيږي وايي د ستمبر په ۲۵مه ماښام د خپلې لور سره په لار روانه وه چې په موټرسايکل سپور يو هلک پرې د چاقو ګوزار وکړو چې په نتيجه کې يې ۱۲کلنه لور ژوبل شوه.

" بيخي پوه نه شو چې دې له کومه ځايه راغی. موږ هېڅ غږ وانه ورېدو. بس له شا راغلو او په انجلۍ يې ګوزار وکړ. "

د پوليسو د وياند عادل رشید په وينا په غېرسرکاري توګه ځيني سرچېنې پر ښځو د بريدونو دا شمېره نهه ښايي خو دوي سره يواځې پنځه کېسونه درج شوي دي.