د هسپانيه په کَتَلونیه سیمه کې نن [یک شنبه] د مکملې خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه کېږي.
د هسپانيه په مرکزي حکومت کې چارواکو د کتلونیه د خلکو دا هڅې پر جمهوريت "مَلَنډې" بللې دي.
د هسپانيه دبهرنیوچارو وزیر الفونسو دستیس پرون [شنبه] وویل چې دا ټول پوښتنه له اساسي قانون سره سمه نه ده او د "دیکتاتورانو خوښې وسیله" يې وبلله.
د مادرید حکومت په کتلونیه کې د رایې ورکولو الکترونیکي سیسټم بند کړی او د رایې ورکولو ډېر پاڼې هم ضبطې شوې دي.
په کتلونیه کې تقریبا پينځه ملیونه او درې لکه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي خو هغو کسانو چې مخالفت يې کړي، ویلي چې رایې نه ورکوي.