د بلوچستان له سرکاري افسرانو مو د درغلۍ ۹ اربه روپۍ بیرته اخېستې. مجید اڅکزی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي او د پبلیک اکاونټ کمیټۍ چیېرمین عبدالمجیدخان اڅکزي ویلي دي په تېر یوه کال کې یې د بېلا بېلو محکمو له افسرانو نېږدې ۹ اربه روپۍ وصول کړي دي چې له سرکاري خزانې یې په درغلۍ کې وړې وې. نوموړي دا څرګندونې تر خبري کنفرانس وروسته د مشال راډيو له خبریال ایوب ترین سره کولې.