د ملګرو ملتونو سرمنشي وايې له لسیزو راپدیخوا د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د اټومي جګړې په هکله اندیښنه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
انتونیو ګویتریش دا خبره د سېشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په پرانستونکي وینا کې وکړه.
نوموړي وویل میلیونونه کسان دا مهال د شمالي کوریا لخوا د وروستیو ازمیښتونو له امله د پیدا شوې ویرې تر سیوري لاندې ژوند کوي.
انتونیو ګویتریس د شمالي کوریا د اټومي شخړې د سوله ائیز حل غوښتنه وکړه او وویل چې نړی باید په پټو سترګو جګړې ته مخه نه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل د اټومي وسلو د استعمال په اړه باید اصلا فکر ونشي.