د امریکا سینټ د نوي کرزو میزایلو جوړولو او روسي پراپیګنډې پر ضد مبارزې لپاره د پانګې بل منظور کړ.
تیره ورځ د دې هېواد سینټ د ۷۰۰ اربه ډالرو د هغه دفاعي تګلارې بل په کلکه ملاتړ وکه چې پکې په دفاع وزارت د روسي پروپیګنډې پرضد مبارزې او د نوي کروز میزایلو جوړولو غږ شوی.
ناقدین وايي دا ګام به د سړې جګړې د یوې لویې لوظنامې د خاتمې سبب ورګرځي.
په دې قانون کې دفاع وزارت ته د ۶۵ ملینه ډالرو په لګښت د زمکې نه ویشتونکي نوي کروز میزایلو جوړولو اختیار ورکړل شوی دی.
دا ګام د روس لخوا د ۱۹۸۷ م کال د منځنۍ فاصلې د اېټمي قوت د لوظنامې د مبینه خلاف ورزۍ په جواب کې پورته کړل شوی.
خو روس په وار وار د امریکا دا تورنه رد کړي چې ګني داسې میزایل یې ازمویلي او ځایې پرځایې کړي چې د دغه مشهورې لوظنامې سرغړونه کوي.