په مردان کې د کېنسر روغتون جوړېږي

د پاکستان وفاقي حکومت په مردان کې د کینسر هسپتال جوړوي.

دې لړ کې د پاکستان د اېټمي توانايي کمیشن له باچاخان میډیکل کالج سره مفاهمت لاسلیک کړی دی.

د یاد کالج یو چارواکي ډاکټر محمد اسرار تیره ورځ په دې اړه مشال ریډیو ته وویل د دغه هسپتال لپاره ۶۰ کناله زمکه مختص کړل شوې ده.