د ځوانو پښتنو سياستوالو پلانونه

د پاکستان د ۲۰۱۸ م کال په راتلونکو انتخاباتو کې د برخه اخيستو لپاره يو شمېر ځوانان په دې لټه کې دي چې له خپلو اړونده سياسي ګوندونو ټکټونه ترلاسه کړي.

د دې اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې له هم داسې ځوانو سياستوالو خبرې کوو چې د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو لپاره څه پلانونه يا منصوبې لري؟

د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو د څانګې يو مشر محسن داوړ چې د قانون او کاروبار په څانګو کې يې لوړې زده کړې کړي، وايي که د پارلېمان غړيتوب ترلاسه کړي نو په خپله سيمه شمالي وزيرستان کې به د وړيا او معياري تعليم په ګډون نور يو شمېر پرمختيايې کارونه ترسره کوي.

بلخوا د قامي وطن ګوند بابر مومند چې په برتانيه کې يې د کاروبار په څانګه کې لوړې زده کړې کړي، وايي د خپلې سيمې شبقدر خلکو ته به رزوګار او تعليم ورکوي.

د دې دواړو ځوانانو خبرې دلته د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ځوانو سياستوالو پلانونه