د افغانستان په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ په نښتو کې د دواړو خواو اووه کسان وژل شوي دي.
د جوزجان امنیه قومندان رحمت الله ترکستاني بېګا مشال راډیو ته وویل، د داعش او طالبانو وسله وال وړمه ورځ په قوش تېپې ولسوالۍ کې د عشر او زکات د وېش پر سر سره ونښتل چې پکې د دواړو خواو اووه کسان ووژل او څلور ژوبل شول.
ترکستانی وايي، جګړه ختمه شوې خو د دواړو ډلو وسله وال د نورو نښتو تیاری کوي.