د بریکس په نوم د نړۍ پنځو راڅرګندیدونکیو اقتصادي طاقتونو په لومړي ځل داسې یو ګډ بیان خپور کړی چې پکې پاکستان میشتې وسله والې ډلې د سیمه ییز امنیت لپاره د اندېښنې وړ بلل شوي او وايي هغه کسان چې د دوی ملاتړ کوي باید حساب ورسره وشي.
بریکس چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا یې غړي دي، د دوشنې په ورځ د چین پهشیامین ښار کې د یوې سرمشریزې پر مهال وویل چې په افغانستان کې باید د تشدد لړۍ ژر تر ژره ختمه شي.
د بریکس مشرانو وویل، دوی په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو چې په نتیجه کې د ملکي افغانانو وژنه په کلکه غندي.
د بریکس مشرانو په دغه اعلامیه کې د ځینو وسله والو ډلو نومونه اخیستي چې په وینا یې سیمه ییز امنیت ته ګواښ پېښوي.
په دغو ډلو کې طالبان،داعش،القاعده او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په نوم د دوی سره تړلې ډلې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، حقاني شبکه، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان او حزب التحریر شامل دي.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت سکرتره پریتي سارن وايي،دوی د بریکس د دغه اقدام هر کلی کوي او دا لومړی ځل دی چې د ترهګرۍ خلاف په جګړه کې د وسله والو ډلو منظم فهرست خپریږي.
افغانستان د بریکس د اعلامیې هر کلی کړی دی. په دې اړه تر اوسه د پاکستان غبرګون مخې ته نه دی راغلی.